ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، په داسې حال کې چې د پاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال عاصم منیر د امریکا په رسمي سفر واشنګټن ته تللی دی او ددغه سفر په درشل کې په پاکستان کې یوځل بیا ترهه ګرو جنایتونو ته مخه کړې ده او داسې کومه ورخ نشته چې یو شمیر کسان دخپلو بچیانو او وطنوالو جنازې اوچتې نه کړي،په پاکستان کې د نا امنۍ د زیاتېدو د عواملو په اړه د تهران راډیو په هینداره پروګرام کې د پاکستان مشهورسوشل ورکر ،ټولنیز فعال ااو د سیاسی چارو کارپوه او تکړه شناندی ښاغلی مسرت حسین منتظر او ازاد خبریال او تحلیلګر ښاغلی طاهرخان په دې اړه خپل نظرونه وړاندې کړي دي چې ستاسو خدمت ته ئې وړاندې کوو.